د SK Popal Radio په اړه
SK Popal Radio ستاسو خپله انلاین راډیو ده، چې موخه یې د هېوادوالو ترمنځ د معلوماتو، پوهې، کلتور او مثبتو پیغامونو خپرول دي. زموږ راډیو هڅه کوي چې تاسو ته غوره موسیقي، تازه خبرونه، ټولنیز معلومات، کلتوري خپرونې او په زړه پورې پروګرامونه وړاندې کړي.
موږ باور لرو چې د راډیو غږ د خلکو غږ دی؛ ځکه نو هڅه کوو چې د رښتینو معلوماتو، ښو پیغامونو او ګټورو خپرونو له لارې د خپلو اورېدونکو زړونو ته لار پیدا کړو.
له SK Popal Radio سره هر وخت او هر ځای اوسئ، زموږ خپرونې واورئ او د نړۍ له تازه معلوماتو سره ځان خبر وساتئ.
SK Popal Radio — ستاسو غږ، د نړۍ تر غوږونو!
📻 ۲۴ ساعته له تاسو سره، ستاسو خپله راډیو!